غزل
چرې نه وي حق ليدونکې سترگه تر تر
Hamza Shinwariچرې نه وي حق ليدونکې سترگه تر تر
سودا نه پرېږدي دغيرو چې وي سر سر
معشوقې دي په بر ډېرې برې کوزې
د دلبر د بر نه نشته دچا بر بر
څوک چې خاورې وي دپښو دښايسته وو
په اسرارو به يې چرې نه شي سر سر
اننگي د اشنا او د رقيب شونډې
گۍ گۍ دي معلومه ده او زر زر
ما به چرې د رقيب سره سم نه کړي
اس خو اس دی خلق پوهه دي اوخر خر
امتياز لازمي څيز و، شک ونه کړې
د يو جز نه ښځه ښځه شوه او نر نر
چې حمزه د بو تراب (رض) د در تراب دی
ځکه گۍ گۍ نه گڼي نه زر زر