غزل
چې د نظر سره دې مل نه شومه
Hamza Shinwariڅه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه
حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه
ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه
تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه
که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه
حمزه ځواني زما غزل اوخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه