غزل
چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
Hamza Shinwariايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه
عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
داسې مقام ته رسېدلی يمه
زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه
درتللی نه شوم خو درغلی يمه
دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نه چرته تلی نه درغلی يمه
ستا اننګو ته رسېدل ګران وو
لکه د اوښکو څڅېدلی يمه
په تمام عمر کې بس دا يو ځل
ستا په ککو کې موسېدلی يمه