غزل

چې الفت د حد نه تېر شي د حبيبی

Hamza Shinwari

چې الفت د حد نه تېر شي د حبيبی

پاتې کېږي نه ادب او نه اديب

محبت د انتها نه هله تېر شي

چې نظر هم ورته خپل ښکاري رقيب

بُعد هله بٌعد بويه چې قربت وي

چې دا نه وي نه بعيد شته نه قريب

د نالې او د بلبل نسبت خو گل وي

گنې چرته ژړا چرته عندليب

چې تپوس د زړه د زخم يې مژگان کړي

دا زخمي دی په دنيا کې خوش نصيب

چې بيبان د يار د خط او د خال نه کا

بې حاصله قيل و قال دی د خصليت

ستا علاج به حمزه بل طرف ونه شي

خو چې خدای دې بې نوا کاندي طبيب