غزل
چې د مستۍ نه دې په سترگو کې پړکېږي ډيوې
Hamza Shinwariچې د مستۍ نه دې په سترگو کې پړکېږي ډيوې
په هغه وخت کې زما اوښکې معلومېږي ډيوې
پکې يوخوی مې د تمکين د پښتنو وليدو
هېڅ حرکت له ځايه نه کړي که سوځېږي ډيوې
پښتونه قدر دې د خپلو منورو وکړه
داسې ډېر پس ته په ملت کې پيدا کېږي ډيوې
چې هغه سترگې په محفل کې راته نه ښکاري
نشته رڼا که خلق وايي چې بلېږي ډيوې
د هجر شپې! زه در لوگی چې يې راوړې يادونه
که په فضا دتخيل مې راورېږي ډيوې
ته که رانغلې مخروڼی به مې د شپې ونه شي
راشه که گورې له ماښامه مې شرمېږي ډيوې
چې دځوانۍ وينه شوه کمه ملا مې خم کړو پيدا
کم يې چې تېل شي بلېدو ته راټيټېږي ډيوې
خدايه نسيم دی د سحر که مې اشنا راځي؟
چې دسپوږمۍ نه رڼا والوته بوږنېږي ډيوې
د ډېرو ښکليو سره راغی پښېمانه اشنا
نسيمه پرېږده په مزار مې چې بلېږي ډيوې
ښکليه ته لاړ شه چې تازه مې شي د زړه داغونه
نمر چې فنا شي پس ددې نه وځلېږي ډيوې
روښانه زړو کې هم تيارې شته خو تحريک غواړي
په نسيم سيوري ترې پيدا شي چې رپېږي ډيوې
داغونه تت شول چې ارمان ته مې خوب راغی حمزه
ځار د ناکامه شوگيرو چې رخصتېږي ډيوې