غزل
چې د يار غم نه وي بل غم په غم حساب نه دی
Hamza Shinwariچې د يار غم نه وي بل غم په غم حساب نه دی
په عشق دميو چې مخمور نه وي خراب نه دی
واعظ چې کاندي مذمت داسې قصور يې څه دی
دعشق يې لوستی دمېکشن ځنې کتاب نه دی
بل دې په ميو په گوگل کې چې سور اور نه وي
ستا عبادت د رب په در کې مستجاب نه دی
نهې دميو حقيقت کې د حکمت ده نفې
که ته دا کار څه د ثواب گڼې ثواب نه دی
رُخ د ساقي وي منعکس په پيمانه کې زما
پلو نيول مخ ته سبب يې دحجاب نه دی
په بحر و بر او ملکوت کې کوم نفس دی حمزه
چې د خرمن نه خوشه چين د بو تراب نه دی