نظم
چې دمستۍ نه هستی جوړيږی
Ghani Khanپوره سپوږمۍ چې رو رور کميږی
ژوند ئې پخيږی، غم ئې زياتيږی
ډېر ارمانونه پوره اؤ لږ نيمگړې
چرته محل يو نيم، ډيرې جونگړې
ستار کښې شرنگ هغه د ماښام نشته دے
سرور په سترگو کښې د خيام نشته دے
د نور شغلو کښې شفق غرقيږی
چې د مستۍ نه هستی جوړيږی