نظم

چې دمستۍ نه هستی جوړيږی

غني خان

پوره سپوږمۍ چې رو رور کميږی

ژوند ئې پخيږی، غم ئې زياتيږی

ډېر ارمانونه پوره اؤ لږ نيمگړې

چرته محل يو نيم، ډيرې جونگړې

ستار کښې شرنگ هغه د ماښام نشته دے

سرور په سترگو کښې د خيام نشته دے

د نور شغلو کښې شفق غرقيږی

چې د مستۍ نه هستی جوړيږی