غزل
چې اطمينان وي دنيا ښکلې ښکاري
Hamza Shinwariچې اطمينان وي دنيا ښکلې ښکاري
نوژړا هم ورته بدلې ښکاري
داسې سلگۍ هم په بېلتون کې راشي
چې وتې نه وي، خو وتلې ښکاري
جوړ رسوا شوې ده دسترگو په تور
دا تمنا مې ځکه ښکلې ښکاري
نن يې د هو او نه جواب راکړ
خدايږو خبره مې منلې ښکاري
دا زما نه په تصور د اشنا
حمزه نه تللې، نه راغلې ښکاري