غزل چې ما دمحبت نهايتونه لټول Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې ما دمحبت نهايتونه لټول په اصل کې مې خپل حماقتونه لټول 02 وحدت پکې د خيال و، نه د يار سره وحدت ما هسې په الفت کې راحتونه لټول 03 دا نن يې څنگه سترگو ته زما راوکتل شايد چې پکې يار شکايتونه لټول 04 بېځايه دا گيلې شکايتونه دي زما چې ما دښکلي يار عنايتونه لټول 05 خواهش مې ديارانو و پيدا مې کړه بسيار اوس پوه شومه چې ما مصيبتونه لټول 06 ستا غم کړې رانه ور کې وې يو څو خبرې ستا ټول عمر مې بيا ستا امانتونه لټول 07 حمزه جور و جفا او ستمونه د اشنا دا واخله چې تا داسې نعمتونه لټول Dictionary meaning × Headword