غزل
چې موسکی شو د سينگار په آيينه کې
Hamza Shinwariچې موسکی شو د سينگار په آيينه کې
د جوهر شو خطا وار په آيينه کې
سره د مخ يې شو بهار په آيينه کې
حيراني شوله گلزار په آيينه کې
برسېرن د زړه خفگان وي د پاکانو
درون مه گڼه غبار په آيينه کې
مجبورۍ دي چې ښکارېږي نور څه نشته
د انسان د اختيار په آيينه کې
دا کوربه به ستا له عکسه ځان نثار کا
کړي حيرت مې انتظار په آيينه کې
خپل ښايست که گورې گوره ما حيران ته
وايه نور دې څه دی کار په آيينه کې؟
باغ د عشق مې راته ښکاري بې ثمره
سروې ستا د خوش رفتار په آيينه کې
دا غبار دی، که غازه ده که شباب دی
کړي ځلا دې د رخسار په آيينه کې
مېن عکس هسې تابع دخپل نگار وي
لکه قال چې شي کردار په آيينه کې
مُعين دې جوړ معيار د حسن نه شو
چې نظر کوې بار بار په آيينه کې
ورشه ورشه د يو حال نه وايي بل ته
که شته وصف د اظهار په آيينه کې
د رخسار اور دې زما په زړه کې گوره
چرته تاوه دی ددې نار په آيينه کې
لادويي ده چې حمزه آيينه غواړې
که دې مخ شي مخ د يار په آيينه کې