غزل

چې مې غم له حد نه زيات شولو غم نشته

Hamza Shinwari

چې مې غم له حد نه زيات شولو غم نشته

چې ژړا مې ډېره ډېره کړه نم نشته

تصور دې بيا له ما نه مرور دی

معلومېږي نن سبا دې ستم نشته

عاشقۍ دې راله هسې دم راکړی

دم مې شته دی، که په دم کې مې دم نشته

ستمونه دې له حد نه شو بې حده

هېڅ وتنه مې په زيات او په کم نشته

ته د وروځو په خنجر کړه گوزارونه

زه الف يم که غوڅ غوڅ شمه خم نشته

د هوسۍ سترگو دې ښکار يم که مې وينې

لا هغه شانې وحشي يم خورم نشته

نوی نوی تخيل نن د حمزه دی

خو په جېب کې يې کاغذ او قلم نشته