غزل

چې په عالم چغې سورې پرېوتې

Hamza Shinwari

چې په عالم چغې سورې پرېوتې

پښو د هستۍ ته زولنې پرېوتې

ستا د بار خو هغه شوخۍ څه شوې؟

څنگه د نمر نه پلوشې پرېوتې

نن دې نظر څه زړور غوندې و

زړه ته زما چې وسوسې پرېوتې

بيا به خواهش کړې د وصال او که نه؟

څنگه ارمانه بې مزې پرېوتې

وروځې باڼه يې چې حيا کوز کړل

شوم زړور غشي چړې پرېوتې

دغه ژوندون شولو نامزد په مينه

ترې په هستۍ کې غلغلې پرېوتې

څو مې د ژوند نبضونه پرې نوځي

خدايږو زما که ولولې پرېوتې

ستا په لېمو به اوس ديدن کوي ستا

که د حمزه خپلې لېمې پرېوتې