غزل

چې ساقي راته ويل چې شراب نشته

Hamza Shinwari

چې ساقي راته ويل چې شراب نشته

جوړ باقي مې اوس سرور د شباب نشته

ته چې وايي ولې زړه بايلم په ښکليو

تا گټلې ده ناصحه جواب نشته

چې وحشت مې د لباس نه تار پرې نښود

اوس زما د يار تر منځه حجاب نشته

زړه مې ويښ د چا په غږ وله پخوا نه

اوس چې څک يم په لېمه کې مې خواب نشته

پولۍ چرته؟ گرمې اوښکې مې ځي زړه ته

د باران له څاڅکو ژوند د حباب نشته

څو چې کب شي د اخلاص د عشق په سيند کې

که صحرا پرې ټول جهان شي سراب نشته

سرکوزي له حمزه مه غواړه رقيبه

چې په توره کې د لمسي دې آب نشته