غزل
چې ستا په لوري يې پرواز وکړو
Hamza Shinwariچې ستا په لوري يې پرواز وکړو
څومره همت مې د زړه باز وکړو
حال مې حجاب د مستقبل لرې کړو
چې خپل ماضي ته يې اواز وکړو
د خپل ضمير سره دې وران کړمه زه
د زمانې سره مې ساز وکړو
مونږه يو بل ته سره هم نه کتل
داسې مو هم راز و نياز وکړو
د تا په ناز کې يې ډيوې کړې بلې
ما چې ډېر ډېر ورته نياز وکړو
اوس به په هسکو سترگو گوري درته
مينې مې بل نوی آغاز وکړو
حمزه دې لا ځان ته نژدې کړو اشنا
تا چې ترې څومره احتراز وکړو