غزل
چې ته يې نظر شوې
Hamza Shinwariچې ته يې نظر شوې
غريب پرور شوې
حيرت پير د فلک خم کړ چې دا څنگه چراغان دی
که دمځکې آيينې مې راښکودلی کهکشان دی
افسانه ده خدای ويلې دا عالم چې دا مکان دی
محمد او اهل بيت يې هم کردار دی هم عنوان دی
تاجپوشي د کوم سلطان ده چې جلوې راځي گدا ته
نن کچکول د څه دپاره نسکور شوی د اسمان دی
د مسلم د تن رجړومه يو فانوس دی دانوارو
د گناه تيرې کجل شوې، ړوند له غمه چې شيطان دی
دی د سُکر لېونی د صحوې ناوې ته ترغاړه
بيابان په گلستان کې گلستان په بيابان دی
چې د می په تور او سپين نه اسلام نه کفر اخلي
د تيرې رڼا نه لرې چشتي داسې مسلمان دی
د ايمان جلوه دې سترگې د عرفان نه کړي بې نوره
نمر د عشق ته نظر بويه قلندره امتحان دی
خودي داده چې خپل ځان دې کړي رانجه د ځان د سترگو
نم دې وساته له سترگو بيا دې ځان درته عيان دی
ای واعظه گرانه دا شوه چې افشا نه ده اسانه
راز دمينې که اسان دی خو دی گران چې په ما گران دی
د بلندې دروازې نه نوبت واوره چې څه وايي
چې جگ جگ دې دم په دم وي د سيدچې دا نشان دی
د تيرو له تسلسله قاطعان د حق د لارې
غزونې کړي رڼا شوه څوک په تلو دی څو روان دی
د حواسو مخبران شول سرنگون امر ربي ته
هيولی د نفس شوه پاتې جمعيت يې پرېشان دی
هر اغزی له دې چمنه د قرآن فصيح زبان دی
د هر گل يې بلبلي زده بېنوا شېوا بيابان دی
زړه يې تور سر يې خم شو، له دې خپل نقش و نگاره
د عرب آيينه ساز ته د فلک ماني حيران دی
سر لباس د افشا واغوست د بيان په نيلي سپور شو
ورک غبار د واهمي شو چې مو پټ گاڼه عيان دی
د پونې غوندې سندرې دحورانو دي را اوري
د خواجه له قدمونو هندوستان جنت نشان دی
چې د کند هره ټوټه يې وه پيوند دماتو زړونو
د نظر د تار بخۍ يې لکه غاړې د عرفان دی
دمېږي غوندې خادم يې هر انسان ته وي تر غاړه
ددې در چې څوک گدا شي په معنا کې سليمان دی
د حمزه د زړه په ښهر ده ډاکه دنفس پرېوتې
ای معينه ای معينه الغياث والامان دی