غزل

چې هېڅ نه دی مقدر مآل زما

Hamza Shinwari

چې هېڅ نه دی مقدر مآل زما

دا ماکام او مايکون دی مال زما

په تسليم مې حال ته راشه مستقبله

له ماضي چې خراج اخلي حال زما

د ازل نه تر ابده يوه جوټه شوه

اوس راستون دي شي د فکر ټال زما

کاينات يوه لـمحه زما دوخت ده

دقدرت يوه لـمحه ده کال زما

د دنيا دناوې حسن په پسول نه دی

په تندي يې دی د وينو خال زما

زه هغه يم نور همه اعتبارات دي

له خپل ځانه دی کمال زوال زما

هغه کند چې د فقير په اوږه ښکاري

هم په سر داميرانو شال زما

ننداره مې په جلال کې د جمال کا

چې ځپلی دی هر څوک جلال زما

عين علم شو وجدان ورپسې فکر

ده وله له هغه بحره خيال زما

په طلب دې د حباب غوندې چشمان يم

ستا د مينې سيند اخستی يم روان يم

که قطره يم زه، خو ته د حسن نمر يې

ستا د مينې د سپرلي نه گلستان يم

ناوې توب دې لا وربل نه دی خور کړی

زړه مې جمع دی په دې چې پرېشان يم

جوړ په شپه لکه شبنم راپسې ژاړې

په سحر کې چې د گل غوندې خندان يم

د زړو شرابو څښل نوی ژوندون دی

شي توبه دې ځوانيمرگه زه دې ځوان يم

د راتگ احسان دې خس هومره هم نشته

اوس له عشقه چې گرداب غوندې گردان يم

هندو خاله د يار زړه دې رانه تور که

معلومېږي چې زړه سپينی مسلمان يم

دا دماغ دې له سينگاره مخکې نه وو

آيينې در ته څه وويل حيران يم

هی ارمان دی وصله څه شندې دې وکړې

همه تن په خپل ارمان پسې ارمان يم

خير زما که دا سلگۍ د ځنکدن شي

خو چې تاو وته در ياده شومه شادان يم

شمع رويه ستا له خويه لمبه جنه

يو لوگی يم چې گريان او نه خندان يم

اسوېلي مې نور په زړه کې پاتې نه دي

جنگ د مينې لره نه ځم بې سامان يم

حيراني د هر تصوير د پاره روح دی

چې کوم رنگ دې په ليدو شوم هغه شان يم

گله خير دی چې مې ستا په زړه کې ځای شته

که د بوی غوندې وحشي او پرېشان يم

حمزه څه شي که د هوش بخۍ پرې شوې

د عاشق په پېرهن کې گرېبان يم