غزل چې زمانه دې رخصت په سحر وغوښت Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې زمانه دې رخصت په سحر وغوښت ضبط او صبر اجازت د سفر وغوښت 02 ستا ديدن که په ژړا شوی يوسف مخيه د يعقوب نه ورله ما به بصر وغوښت 03 خپل آيين دې د کرم هم پرېښوی نه شو آيينه دې راکړه ما چې نظر وغوښت 04 ستا په سر چې مې خپل ياد درته غرض و خفه مه شه که قيمت مې د سر وغوښت 05 خدای چې در کړل در له هسې باڼه غشي ما ترې ځکه د فولادو ځيگر وغوښت 06 شوه معلومه چې ورک نه دي قبول شوي د خپل زړه نه چې د زړه مې خبر وغوښت 07 حمزه روح دې پهلوان و له ازله چې دخدای نه دې الفت د حيدر وغوښت Dictionary meaning × Headword