غزل د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څارله Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د هيلو ورځې مې تيارې وې ما دې ﻻر څارله 02 درته خيرات مې وزرونه نذرانه ايښي وو 03 ستا به په کوم پانوي کې شپې وې ما دې ﻻر څارله 04 ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکل کاوه 05 پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څارله 06 کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصير د پلونو 07 هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څارله 08 لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کړلې 09 نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څارله 10 زما د شهيدو ارمانونو جنډې ونړېدې 11 ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څارله 12 د ( جهاني ) قسمت رنظور انظار ورسيدی 13 د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څارله Dictionary meaning × Headword