غزل

د غزل۷۵ کالہ د آذادۍ نہ پس

Gul Pacha Ulfat

د غزل۷۵ کالہ د آذادۍ نہ پس

غزل د بھر نہ راغلے صنف دے خو نن صبا پہ پښتو شاعرۍ کښې د ټولو اصنافو نہ

زیات لیکلے کېږی۔ غزل فارسیبانو د قصیدې تشبیب نہ اخذ کړو او د یو جدا صنف

پہ توګہ یې د فارسۍ شاعرۍ برخہ اوګرځولہ ۔ غزل پہ فارسۍ کښې یو اعلیٰ مقام

حاصل کړو ۔ فارسي تر ډېر وختہ پورې د برصغیر سرکاري ژبہ پاتې شوې دہ ۔

حکومتی اوکاروباری ټولہ کاروائی پہ فارسۍ کښې کیدلہ ۔ پښتانۂ شاعران ھم د

فارسۍ او د غزل نہ متاثر کېدو نہ بغېر پاتې نۂ شُو ۔ پہ پښتو شاعرۍ کښې د

غزل پہ ابتدا باندې محققین متفق نۂ دې ۔ د یوې ډلی خیال دے چې پہ پښتو کښې

د غزل ابتدا اکبر زمینداور نہ کېږی چې یو غزل یې زمونږ تر لاسہ دے ۔ دځنې

نورو خیال دے چې عیسیٰ مشواڼے د غزل اولنے شاعر دے چې صرف درې اشعار یې

موجود دی ۔ خو پہ پښتو ادب کښې پہ پخو ثبوتونو د غزل ابتدا روښانیانو کړې

دہ ۔ پہ پښتو ادب کښې د غزل اولنے صاحبِ دیوان شاعر ملا ارزانی دے خو پہ

پښتو کښې غزل لہ د غزل رنګ مرزا خان انصاری ورکړے دے ۔ پہ روښانی دور کښې

دولت لوانړے او میاں واصل د یاد وړ شاعران دی ۔ د دولت پہ زمکہ باندې

خوشحال بابا غزل لیکل دے او میاں واصل کښې رومانیت او د سبکِ ھندی اثرات

ډیر مخکښې لیدے شی ۔ د روښانی دور نہ وروستو دخوشحال بابا دور شروع شی ۔

خوشحال بابا غزل د تصوف ، ما بعد الطبیعات ، مکان او لامکان د قېد نہ خلاص

کړی د ژوند سرہ تړلې حقیقتونہ پکښې بیان کړی ۔ د غوښې او ھډوکو نہ جوړ

انسان سرہ د مینې خبرې پکښې شروع کړې ۔ خوشحال بابا د فارسۍ دا راویت ھم

مات کړی د مذکر صیغې پہ ځاے پہ غزل کښې دمحبوب د پارہ د مونث د صیغې

استعمال شروع کړی ۔ د خوشحال بابا کورنۍ د یوې اکېډېمۍ حثیت لرې د خوشحال

با با درې ځامن اشرف خان ھجری ، عبدالقادر خان او سکندرخان خټک د غزل لوے

شاعران دی ۔ د اشرف خان ھجری غزل د غم ،سوز او درد نہ ډک دے ۔ قادر خان څخہ

تصوف او د سکندر خان پہ غزل کښې نزاکت ډیر دے ۔ حسېن ملک پوری د خوشحال

بابا ھم عصر دے ۔ د حسېن نہ پہ پښتو غزل کښې د سبکِ ھندی ابتدا کېږی د حسېن

پہ غزل کښې رومانیت ،تصوف پښتون کلچر او د پښتنی کلی وال ژوند عکس ھم واضح

لیدے شی چې ورستو د علی خان د غزل خصوصیت وګرځی ۔ رحمٰن بابا تراوسہ پورې د

پښتنو مقبولِ عام شاعر دے ۔ د رحمٰن بابا د غزل موضوعات عشق ،تصوف او

اخلاقیات دی ۔ دعبدالحمید بابا غزل کښې عشق د جذبې شدت ،نازک خیالی او

فنکاری موجود دې ۔ کاظم خان شېدا پہ غزل کښې سبکِ ھندی حاد شکل کښې موجود

دہ مشکل پسندہ نازک خیالہ شاعر دے د فارسۍ استعمال یې پہ غزل کښې ډېر زیات

دے ۔ ھم دغہ وجھہ دہ چې ما چا ھنرمند نہ پہ رېډیو او ټی۔ وی باندې د کاظم

شېدا غزل نۂ دے اورېدلے ۔ د علی خان پہ غزل کښې سبکِ ھندی معتدل رنګ کښې

موندے شی غزل کښې عشق پښتنی روایات تمثیل نګاری پہ خپل عوج باندې دی ۔ قاضی

میراحمد شاہ رضوانی پہ خپل اوږد نظم کښې وائیلی دی چې پہ پښتنو کښې د

شاعرانو ھیڅ کمے نیشتے خو خوشحال بابا ،رحمٰن بابا ،عبدالحمید بابا ، کاظم

خان شیدا او علی خان یې پہ استادانو یاد کړی دی ۔ دا زما د موضوع برخہ نۂ

وہ خو لہ دغہ شاعرانو د ذکر نہ بغېر پہ پښتو غزل باندې لیک نیمګړے وی ۔

دعلی خان نہ تر حمزہ بابا پورې پښتو غزل نور ھم شاعران پېدا کړې دی خو څوک

داسې رحجان ساز شاعر نۂ دے پېدا شوے چې د شاعرۍ رخ یې د چاربېتې نہ د غزل

طرف تہ کړے وے ۔ د ازادۍ سرہ تړلی زمونږ قامی شاعران لکہ فضل محمود مخفی

،عبدالاکبر اکبر ، عبدالمالک فدا ، عبدالکبر خادم ، فضل احمد غر ، فضل رحیم

ساقی غنی خان وغېرہ نظمونو بہ د غزل پہ چوکاټ کښې لیکل چې پکښې بہ د اذادۍ

نعرې ،د انګرېز غاصب خلاف مزاحمت وۂ ۔

حمزہ بابا

حمزہ بابا پېدائش کال ۱۹۰۷ ء دے ۔ او وفات ۱۹۹۴ء داسې حمزہ بابا ۴۰ کالہ د

ازادۍ نہ مخکښې او ۴۷ کالہ پہ ازادې فضا کښې تېر کړی دی ۔ حمزہ بابا د غزل

ډیر لوے شاعر دے ۔ حمزہ بابا یو پرګو شاعر دے ۔ د معیار او مقدار پہ لحاظ د

ھغۂ غزل ډیر دے ۔ پہ غزل کښې دروند تفکر ،تصوف ، پښتون ولی او پښتو ژبې

سرہ بې کچہ مینہ موجود دہ ۔ حمزہ بابا د ازادۍ نہ مخکښې ھم غزل لیکل دے خو

د ھغۂ پہ غزل کښې نکھار د ازادۍ نہ ورستو راغلے دے ۔ حمزہ بابا د غزل پہ

غېږہ کښې ډېرې بې بھا ملغلرې اچولې دی ۔ زمونږ اولنی صاحبِ دیوان شاعر ملا

ارزانی پښتو ډېرہ یادہ کړې دہ خو پہ صحیح معنو سرہ پښتون ولی او پښتو ژبې

سرہ مینہ پہ پښتو غزل کښې حمزہ بابا داخل کړی دی ۔ لا تراوسہ پورې زمونږ د

غزل شاعران د حمزہ د سحر لاندی دی ۔

قلندر مومند

قلندر مومند پہ کال ۱۹۳۰ ء کښې پېدا شوے دے ۔ زما یقین دے چې ھغۂ بہ شاعری

د ۱۹۴۷ء نہ ورستو شروع کړې وی ۔ قلندر مومند پہ غزل کښې مزدور ، دھقان او د

معاشرې چکېدلې طبقې لہ پارہ اواز اوچت کړے دے ۔ د شاعرانو یوہ لویہ ډلہ د

قلندر مومند پہ نقشِ قدم باندې روانہ دہ ۔ خو قلندر د غزل تغزل خپل پہ ځاے

ساتلے دے باوجود د کرخت موضوعاتو لہجہ یې خواږۂ پستہ دہ ۔ د قلندر مومند

مشر ورور فېض الرحمٰن فېضی ھم د غزل

شاعر دے ۔

فېضی پہ غزل کښې د نورو ژبو الفاظ پہ کثرت استعمال کړی دی ۔ پہ لہجہ کښې

ډیرہ زیاتہ شائستګی دہ خو د فېضی پېروی د بل چانہ نۂ دہ شوې ۔

سېف الرحمٰن سلیم

د سېف الرحمٰن سلیم د پېدائش کال دے ۱۹۲۹ء داسې سیف الرحمٰن سلیم ھم د

پاکستان شاعر دے ۔سیف الرحمٰن سلیم د غزل شاعر دے ۔ د سلیم پہ غزل کښې

رومانیت ، قام سرہ مینہ

کمزورې او بې وژلہ طبقی لۂ پارہ درد محسوس کېږی غزل یې سادہ روان او عام

فہمہ لہجہ یې خواږہ دہ ۔ سلیم د خپلې طرز ادا شاعر دے ۔

ایوب صابر

د ایوب صابر تاریخ پېدائش دے کال ۲ فروری ۱۹۲۲ء ایوب صابر یو شاعر ، نقاد ،

محقق او صحافی وۂ ۔ صابر نظم او غزل دواړہ لیکلی دی ۔ صابر د غزل ژبہ ډېرہ

زیاتہ سادہ کړې دہ ۔ د شاعرۍ خپل ژبہ دہ خصوصاً بیا د غزل ژبہ دا دومرہ نۂ

دی سادہ کېدل پکار چې اخباری ژبہ وګرځی ۔ خو د صابر پہ غزل کښې د چکېدلې

طبقې لۂ پارہ اواز اوچت کړے شوے دے ۔ د جنوبی اضلاع ډېر شاعران د صابر د

غزل نہ متاثر شوی وو او دا رنګ یې خپل کړے وۂ ۔ دھغۂ ډیر شعرونہ اوس ھم د

ادبی محفلونو ښائست جوړېږی ۔

مېجر یونس خلیل

میجر یونس خلیل پہ کال ۱۹۲۷ ء کښې پیدا شوے دے ۔ ځوان شوے دازادۍ نہ مخکښې

دے خو سروس یې د پاکستان پہ فوج کښې کړے دے ۔ میجر صېب یو ښہ شاعر وۂ ۔

نظم او غزل یې دواړہ لیکل ، اکثریتی رائې دہ چې ھغہ نظم د غزل نہ ښہ لېکی

خو ماتہ د ھغۂ پہ غزل کښې ھم یو جداګانہ انداز لیدے شی ۔ میجر صیب د

رومانیت شھزادہ دے ۔ میجر صیب پہ غزل کښې نازک خیالی دہ خو دا نازک خیالی د

حمید بابا ،کاظم شېدا د علی خان نازک خیالی نۂ دہ دا د اوسنی دور نازک

خیالی دہ د اوسنی دور نزاکتونہ پکښې بیان شوی دی ۔

قمر راھی

د قمر راھی تاریخ پېدائش دے ۱۹۲۴ء قمر راھی د شوشلزم او د کېمونزم دواړو نہ

متاثر وۂ ھغۂ خپل پہ غزل کښې د دواړو پرچار کړے دے ۔ راھی صېب خپل غزل لہ

څۂ جداګانہ رنګ نۂ دے ورکړے خو دھغۂ نہ مردان د سیمې ډېرو شاعرانو اثر

اخستے دے ۔ بقولِ ریاض تسنیم د مردان برانډ غزل ترې ساز شوے دے ۔

کہ مردان دے د بادارو

د مردان غزل زما دے

اندېش شمس القمر

د اندېش شمس القمر د زيږون کال ۱۹۳۴ ء اندېش او راھی دواړو مردان سرہ تعلق

دے ۔ خو د دواړو پہ غزل کښې فرق دے ۔ اندېش

پہ خپل غزل کښې د پښتو ژبې سوچہ الفاظو د استعمال پہ چکر کښې وی ۔ د اردو ،

فارسۍ یا د نورو ژبو د استعمال نہ ډډہ کوی ۔ پہ شعر کښې څۂ داسې نقطہ پېدا

کړې چې پہ معنیٰ کښې ګہرائی پېدا شې ۔ راھی پہ خپل غزل کښې د نورو ژبو

الفاظ پہ ازاد مټ استعمال کوی ، د پښتو ژبې متروک یا د سختو الفاظو نہ ګرېز

کوی ۔ د راھی غزل پہ نسبت د اندېش د غزل سلیس دے ۔

رحمت ﷲ درد

د درد پېدائش دے کال ۱۹۳۷ء درد د اکی یو ځوانی مرګی ځوی ګوذار پہ زړۂ

خوړلے دے ۔ خو پہ غزل کښې خپل محبوب ګلونو رنګونو سرہ داسې چېړ چاړ کوی لکہ

د شلو کالو ھلک وی ۔ د درد غزل رنګین او شوخ غزل دے ۔ خو د غزل پہ دوران

کښې پرې د قامیت یا د اخلاقیاتو دورہ پرېوځی چې د غزل رومانیت اوتغزل پرې

زما پہ نظر کښې مجروح شی-

خاطر افریدے

د مصری خان خاطر افرېدی تاریخ پېدائش دے ۔ ۱۹۲۹ء خاطر څۂ ډېر لوستے شاعر

نۂ وۂ ۔ ھغہ د خپلې ګذارې لیک لوست د ناظر شینواری نہ زدہ کړی وۂ او

اصلاح ورلہ ھم ناظر کړې وہ ۔خو د خاطر لہجہ ډېرہ زیاتہ خواږہ پستہ وہ ۔ پہ

غزل کښې یې غم درد د مینې جذبات شدت سرہ بیان شوی دی ۔ د ۷۰ لسزیزې پورې

غزل پہ عام اولس کښې دومرہ مقبول نۂ وۂ ۔ د غزل نوم پہ کلاسک دور کښې ھم

عام اولس نۂ پېژندۂ ۔ تراوسہ پورې درحمٰن بابا غزل تہ عام خلق رباعی وائی

حالانکې غزل او رباعی دوہ مختلف اصناف دی۔ ھدایتﷲ او خیال محمد چې کلہ پہ

رېډیو باندې غزل وئیل شروع کړل ۔ خلقو بہ رېډیو تہ پہ ګڼ تعداد کښې خطونہ

لیکل چې دا دواړہ فنکاران دې رېډیو نہ لرې کړے شی ۔ دوی څۂ سړې سړې مدحې

وائی ۔ خو رفیق شینواری او باغِ ارم استاد غزل لہ داسې خواږۂ طرزونہ جوړ

کړل چې غزل چاربېتہ ، لوبہ ،سندرې شاتہ کول شروع کړل ۔ رفیق شینوارے ، باغ