غزل

د نیمو شپو په اوښکو می د رد ونه نه لمبوم

Abdul Bari Jahani

تڼاکي پر لیمو وړمه مزلونه لمبوم

سجدی ته د شیرینې مي تندی نه د ی راوړی

یو بول مې دی وهلی کلنګونه لمبوم

د تورو زلفو تور ته دی زیندۍ په غا ړه ځمه

زندان ته دی راغلی یم تورونه لمبوم

بي ږغه بي رو یباره دشبنم پر اوږو راغلم

جانا نه نن دی کلې کې ګلو نه لمبوم

چې بیا یې له شیطا نو ستر ګو تښتې د ید نونه

له نوم د محتسبه ګود رونه لمبوم

چې تمه زما د مرګ د رته پیدا نه زاهده

دخضرپه چینه کې مې خیالونه لمبوم

پانوسه تما شې ته د محفل نه یم راغلی

لمبی درڅخه وړمه وزرونه لمبوم

نصیبه پا کوم دي داسمان له تورو لیکو

ازل ته یاغې سوی یم خطو نه لمبوم

یو زه یم جهانې یوه ټولۍ د لیونیو

د کاڼو په ما لت کې دې سرونه لمبوم