شعر

د پرمختګ لارې چارې اوږدہ ے

Gul Pacha Ulfat

د پرمختګ لارې چارې اوږدہ ے

پہ باړہ ګلۍ کښې پښتو اکېډېمۍ درې ورځنے کانفرس “د پښتو د پرمختګ لارې چارې“ پہ نوم منعقد کړو ۔

پہ کانفرس کښې ھر مقالہ نګار تر خپلہ وسہ خپلې مقالې سرہ محنت کړے وۂ ۔ خو

ھغہ مقالې چې پہ کومو کښې دپښتو ژبہ د ذریعہ تعلیم جوړولو،ددفتري او مارکیټ

ژبہ ګرځولو تجاویز وو دډېرې ستائنې وړ دي ۔ پہ دې تجاویزو باندې پوھان او

عالمان متفق وو خو پہ اوږدہ ے باندې د لرې او برې پښتون خوا د عالمانو او

پوھانو اختلاف ختم نۂ شو او دا فېصلہ بلې موقع د پارہ اوځنډولے شوہ ۔ دا

فېصلہ د منطق پہ خاے د اناپرستۍ ښکار شوہ ۔

زما چې د برې پښتون خواعالمانو او پو ھانو سرہ خبرې اترې شوې دي لکہ حبیبﷲ

رفیع، اصف صمیم ، محمد نبي تدبیر او عبداظاہر شکیب وغېرہ د ټولو دا خیال دے

چې د “ے”تورے لرې پښتون خوا کښې د اردونہ اخستے شوے دے ۔ ددې وجود پہ پښتو

ژبہ کښې نيشتے ۔ اردو ژبہ دومرہ اوږد تاریخ نۂ لري دا د محمودِغزنوي د

حملو نہ ورستو پہ ھندو پاک کښې پہ وجود کښې راغلې دہ ۔ ددې خپل تاریخ دے ۔

خو عربي ژبہ د خلیفہ مامونُ الرشید پہ دور کښې افغانستان یا د پښتون خوا

سیمو تہ رسېدلې دہ ۔

د حروف تہجي پہ حقلہ پہ عربۍ ژبہ کښې ھم اختلاف موجود دے ۔ د ابوالعباس

نحوي مطابق د عربۍ ژبې اتویشت(۲۸ )توري دي او نورو قرا ؤ پہ نیزد یو کم

دېرش( ۲۹) دي ۔ نوراني قاعدہ چې پہ ديني مدارسو کښې طالب علمانو تہ دقرأت

دپارہ لولو لے شي کښې دغونډې “ی” سرہ اوږدہ “ے” ھم لیک دہ دا ھسې نۂ دہ

لیک دا اواز پہ قران مجیداو پہ عربۍ کښې موجود دے لکہ سورۃ فرقان ایت نمبر ۴۹

لِنُحۡیِ ےَ بِہٖ بَلۡدَۃً مَّیۡتًا

سورۃ اعراف ایت نمبر ۱۹۶

اِنَّ وَلّیِ ےَ ﷲ الَّذِیۡ

سورۃ النمل ایت نمبر ۳۵

فَمَآ اٰتٰنِ ےَ ﷲ خَيۡرُ

دا خو پہ قران مجید کښې ښکارہ “ ے “لیک دہ

سورۃ ھودایت نمبر۴۰

بِسمِ ﷲ مَجرٖھَا وَمُرسٰھَا

پہ نوراني قاعدہ کښې د مَجرٖھَا “ر “ تہ( ۱ )نمبر ورکړے شوے دے بیا پہ

حاشیہ کښې تشریح داسې دہ دې ر تہ را امالہ وائي او دا بہ د قطرے پہ شان ادا

کېږي ۔ داپہ قران مجید کښی د “ے “اواز دے۔ دقران مجید قرأت پہ ۷ لہجو کښې

کېږي ۔ پہ دې لہجو کښې یو لہجہ دہ چې پہ ھغې کښې “ے “ډېرہ زیاتہ مستعمل دہ۔ لکہ

“وَالضُّحٰی وَ الّيَلِ اِذَا سَجٰی” دا بہ لوستے کېږي

والضحے واليلِ اذا سجے ۔

دوو پېښونو نہ او يې یا” ی” ددوو ز ېرونو نہ جوړہ دہ ۔ د “ی” نہ مخکښې توري

لاندې کۂ زېر وي دې تہ یا مدہ وائي او کۂ ی نہ مخکښې توري لاپاسہ زبر وي

دې تہ یاِ لین وائي پہ زرادي کښې نور ډېر قواعد دي خو مونږ لہ د “ ی “پہ

حقلہ قواعد ذھن کښې ساتل پکار دي مونږہ لږہ مودہ مخکښې پورې دې د دِ پہ شکل

لیکلہ د دال لاندې یو زېر اچولو سرہ دې جوړیږي او دوہ زېرونو سرہ دي خو دے

د جوړېدلو ھيڅ قاعدہ قانون نیشتے کۂ “ی“ لاندې زېر او لاپاسہ زبر واچوو

مونږ تہ بہ یَِ حاصل شي او کۂ دا یِ مونږ ے سرہ ظاھر کړو او ے نہ مخکښی

“د” واچوو مونږ تہ بہ دے حاصل شي ۔

ي،ې،ئ ،اوۍ داڅلور واړہ یېګانې د غونډې ی نہ مشتق دي ۔ زرادي د قاعدې مطابق

“ ی”دوہ زېرونو نہ حاصليږي ۔ خو د یا فعلي “ئ “ او یا تانیث “ ۍ “لۂ پارہ

د دوو ز ېرونو قاعدہ سمہ نۂ دہ ۔ ددوي پہ غږونو چې غور اوکړے شي یو د زېر

غږ دے او بل غږ مختلف دے دې لہ پارہ پہ زرادي کښې څۂ قاعدہ خو موجودنۂ دہ

خو مونږ یو زېر او یو زبر نہ اوږدہ “ے “ حاصلولے شو کۂ غور پرې اوکړے شي

اوږدہ ے د یو زېر او یو زبرنہ جوړہ دہ ۔ یاِ معروف ، یاِمخصوص ، یاِفعلي او

یاِ تانیث ھم د باړہ ګلۍ د ۱۹۹۲ ء د فېصلې نہ حاصل کړے شوې دي ۔ دا پخوانۍ

املا کښې موجود نۂ وې ۔

د غونډې ی مخرج د ژبې د منځ نہ د حلق طرف تہ دے او د اوږدې ے دژبې د منځ نہ

د غاښونو طرف تہ ۔ غونډہ ی او اوږدہ ے د یو بل مترادف نۂ شي کېدے ۔ د

غونډې “ی “او د یا معروف “ي” اوازونہ مماثل دي ۔ ډېر عمر غونډہ ی د واړې ی

پہ نوم پېژندے شوې دہ ۔ دا بہ اوس ھم د مغالطې سبب جوړیږي کۂ مونږ واړہ ی

د لوې ے پہ شکل کښې استعمالہ وو ۔ لۂ دې نہ بہ داسې غورہ وي چې مونږ لویہ

ے یا اوږدہ ے خپل پہ ځائے و ساتوو ۔د برې پښتون خوا او د لرې پښتون خوا پہ

لہجہ کښې فرق دے لکہ مونږہ وائیو څوک دے( sok day )پہ برې پښتون خوا کښې

څوک دی( sok dai )۔

د شمس العلماء قاضي میر احمد شاہ رضواني د علمیت او قابلیت نہ څوک انکار

کولے شې قاضي صېب د افغان قام پہ شان کښې یوہ اوږدہ قصيدہ لیکلې دہ چې

عنوان یې دے

قصیدۃ الرضوانے فی بنی افغان د قصيدې نھم بېت دے

ویالھم من ببورقے بنیَر و فے سوادہ عقابین بجیلاس

پہ بېت ببورقے او فے اوږدې ے سرہ لیکلې دہ خو د غور نقطہ بلہ دہ ۔ رضواني د

بنیَر پہ ی باندې زبر اچولے دے چې د بنیر صوت BUNIAR جوړ شو خو د بنیر صوت