شعر
د شاعرۍ جواز
Gul Pacha Ulfatد شاعرۍ جواز
ټامس لؤ پیکاک(Thomas Love Peacock) د کال ۱۸۲۰ء خوا اوشاہ د شاعرۍ پہ
مخالفت کښې یو مقالہ د شاعرۍ څلور دورونو پہ نوم ولیکلہ پہ کومہ کښی ھغۂ
دا د ثابت کولو کوشش وکړو چې دې دنیا لہ د شاعرۍ اوس ضرورت پاتې نۂ
دے، ځکہ چې پہ داسې دور کښې چې کوم د علم، عقل او روشن خیالۍ دور دے، شاعری
محض توہم پرستۍ او تیرہ دماغۍ لہ فروغ ورکوی۔
ددې مقالې پہ جواب کښې شېلے(Shelley) خپل عصر انګېز مضمون د شاعرۍ
جواز(Defence of Poetry) ولیکہ پہ دې مضمون کښې شېلے د افلاطونی معمے حل د
افلاطونی مثالونو سرہ ورکوی۔ دھغۂ بنیادی دعویٰ دا دہ چې شاعر دتخیل نہ
کار واخلی د افلاطون عالم سرہ براہِ راست تعلق پېدا کوی او داسې شاعر د محض
مثالونو د عکس نقل نۂ کوی بلکې د حقیقت عکاسی کوی۔ شېلے د شاعرۍ جواز
وړاندې کولو پہ ځاے د یو ډېر لوے او د وسیع څیز وکالت وکړو۔ د شېلے د
مضمون زېل عبارت وګورئ ؛
"شاعری پہ عمومی معنو کښې د تخیل اظھار دے ،پہ دې معنو کښې د نوعِ انسانی
ھمزولې دہ۔ څو پورې د ھغہ د تخیل تعلق دے، د زمان، مکان او دعددھیڅ وجود نیشتے۔"
دې نہ ورستو شېلے پہ دې وسیع معنو کښې د مختلف قسم شاعرانو د اظھار د الاتو
موازنہ کوی او پہ دې نتیجہ ورسی چې تخیلی ژبہ د ټولو نہ ښہ الہ دہ او کوم
شاعران ددې استعمال کوی د ھغوی مرتبہ د ټولو نہ اوچتہ دہ۔
د شیلے د شاعرۍ جواز کښی دا د زېل عبارت وګورئ:
"ژبہ، رنګ ھئیت، مذھبی او اجتماعی عمل دا ټول د شاعرۍ الات او مواد دی
ژبہ یوہ ائینہ دہ پہ کومہ کښې د تخیل رڼا پورہ پہ آب وتاب سرہ عکس افګن وی۔
دې نہ علاوہ نور د اظھارالات پہ مثال د وریځې دي چې کوم دې رڼالہ جذب او
تتہ کړی۔"
دا ثابت کولو نہ ورستو چې ژبہ د اظھار بھترینہ وسیلہ دہ شېلے د موزون او
دغېر موزون ژبې تميز کوی۔
دخیالاتو پہ شان اصوات ھم پہ ځان کښې تعلقات لري ددې تعلقاتو رابطې ادراک
ھمېشہ د خیالاتو رابطہ تعلقاتو سرہ وابستہ پاتې شوې دے۔ لہذا د اصواتو یو
منظم ھم اھنګ تواتر د شاعرانو د ژبې خصوصی امتیاز پاتې شوے دے۔ د ھغې نہ
بغېر د ھغوی کلام تہ شاعری نۂ شی وئیلے کېدے ځکہ چې ھغہ ژبې لہ مؤثر
جوړولو لہ پارہ دغہ ھمرہ ضروری دے لکہ چې ژبې لۂ پارہ پخپلہ الفاظ دغہ
وجھہ دہ چې د شعر ترجمہ نۂ شی کېدے۔ د شعر ترجمہ دغہ شان سعی لا حاصل دہ
لکہ څوک ګل پہ کیمائی شیشہ کښې واچوی د رنګ وبو اصول دریافت کوی۔
"خلاصہ یې دا دہ موزون ژبہ ھغہ ذریعہ دہ چې کوم د تخیل د فطرت د رابطې
متوازی خپلہ رابطہ مرتب کوی۔ خو دا ھم ضروری نۂ دہ چې شعر دې د وزن او
بحر پہ روایتی قالب کښې واچولے شی د اھنګ منظم تواتر چې کوم د شاعرانو پہ
ژبہ کښې وی، د ھغی مشاھدی او تواتر چې کوم تعلق د موسیقۍ سرہ دے دې دواړو
د وزن شروعات وکړل چې کوم تہ د اھنګ او دژبې د تعاون راویتی ضابطہ وئیلے شو۔
خو دا ضروری نۂ دہ چې یو شاعر دې خپلہ ژبہ پہ روایتی سانچې کښې واچوی۔
ضرورت ددې دے چې ھغہ ھم اھنګی چې د شاعرانہ اظھار روح دے پہ ځاے وساتلے شی۔
دا روایت څۂ اسانۍ لری ګنی ھر لوے شاعر د مقدمینو پہ مثال کښې ردوبدل
کوی او خپلې شاعرۍ لۂ پارہ نوے قالب جوړوی۔"
یو نظم د زندګۍ داسې نقشہ وی چې د ژوند ابدی حقیقت لہ وړاندې کوی تر کومہ د
خوند خبرہ دہ شېلے ورډزورتھ او کولرج سرہ متفق دے شاعری خوند لہ ھمېشہ پہ
خپل اړخ کښې ساتی۔ ھر ھغہ روح پہ کوم شاعری نزول کوی ھغہ حکمت او بصیرت چې
د ھغې لذت سرہ آمېختہ وی ھرکلے وائی ۔دا لذت د شېلے پہ نیز د تزکیہ اخلاق
وسیلہ جوړیږی ۔
د شاعرۍ پہ جواز کښې دا عبارت وګورئ:
"پہ شاعرۍ باندې د نقیض اخلاق کېدو چې کوم اعتراض کېږی ھغہ دھغہ طریقہ کار
چې کوم سرہ د شاعرۍ اصلاح کولے شی پہ یو غلط فھمۍ مبنی دے۔
شاعری ھغہ قوت لہ چې د انسان طبعِ اخلاقی عضو رئیس دے ھغہ شان فروغ ورکوی
څنګہ چې کثرت جسم لہ قوت ورکوی۔"
دې نہ ورستو شاعری لذت او د تزکیے د مقاماتو نہ پہ مخہ شی انسانی امکاناتو
پہ ټول فضاِبسیط باندې حاوی شی د شاعرۍ پہ جواز کښې دا بل عبارت وګورئ
شاعری پہ حقیقت کښې یو ملکوتی اوجبروتی شے دے۔
"ھغہ د علم مرکز ھم دے او محیط ھم ھغہ علوم انسانی باندې حاوی دہ او ټول
انسانې علم دھغې د اعتبار سند حاصلوی۔ شاعران د یو بالا تر از فھم
الھام مفسران وی د ھغہ دور دراز سیورو ائینې وی چی پہ حال او مستقبل باندې
غورزوی۔ ھغہ الفاظ وی چې د داسی څیزونو اظھار کوی چې پہ کومو باندې ھغہ
نۂ پوھېږی، ھغہ د جنګ ډولونہ وی چې پخپلہ د جنګ جذبو سرہ معرا وی، ھغہ
پخپلہ محرک وی بغېر د خوزېدو نہ دنیا وخوزوی۔ شاعران د دنیا ھغہ قانون
سازان دی چې کومو اعتراف نۂ دے شوے۔"
د فن پہ دربار کښې د شاعر تاج پوشی تر ننہ ھغہ شان و شوکت سرہ نۂ دہ شوې۔
ټامس لو پیکاک د نولسمې صدۍ پہ اغاز کښې د شاعرۍ پہ افادیت او ضرورت باندې
حملہ پہ دې بنا کړې وہ چې پہ سائنسی دور کښې شاعری د یو قسم بربریت نہ زیات
ھیڅ شے ھم نۂ دے،د شېلے پر زور جواب باوجود د شلمې صدۍ پہ اغاز کښې دا
بازګشت اورېدے شو ۔ د سائنس وقار ورځ تر ورځ زیاتېدۂ تۂ ھر ورځ ددې امر
ضرورت محسوس کېدۂ چې د سائنس او او دشاعرۍ باھمې تعیین واضح طور باندې