غزل

د شمعې په څېر سوځو له خپل ځانه سره ځو

Abdul Bari Jahani

که وصل که هجران وي د جانانه سره ځو

د تورو په حساب دي ورکې ﻻرې د ترږميو

منزل چاته معلوم دی د اسمانه سره ځو

تش نوم د ساحل اورو يو تصوير د بيړۍ وينو

په څاڅکو په ګامونو له توپانه سره ځو

سېراب يې نکړې شونډې سل کلونو سرابونو

له چغو سره راغلو له ارمانه سره ځو

شبنم غوندې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې

د اوښکو په زولۍ کې له ګرېوانه سره ځو

د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې

په نيمه شپه کې راغلو د اذانه سره ځو

توښه مو په تندي کې د صنم سجدې اخيستې

احرام تړو پر ﻻرې له مغانه سره ځو

زاهده په تيارو کې د تسپو غږونه اورم

کوثر ته دې روان کړو له شيطانه سره ځو

قاصده زما سلام دی په ټولي د رقيبانو

مونږ داسې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو

اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی

هوښيار که لېوني يو د زندانه سره ځو

د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو

يو څو بې نومه سيوري له کاروانه سره ځو