غزل

د الفت مېنه د صبر ستنه غواړي

Hamza Shinwari

د الفت مېنه د صبر ستنه غواړي

دي پکار د انتظار ور لره لاړي

د تهمت لوځوالی ښه دی نه پندونه

څه پکار د عشق جامه د عقل غاړي

د عاشق له جذبه څوک زده عاشقان زده

وي وينا يې عقلمن ته شاړې شاړي

معشوقې چې له ازله پروا دي

عاشقان زده که خندا کوي، که ژاړي

اور دعشق وته واښه د هستۍ څه دي

د همت خسي په دې اخور شو زاړي

رقيب لويې کانې وکړي بيا منکر وي

لکه څوک چې اوښ له باره سره نغاړي

د خرد سخوندره وخت د پسرلي شو

راشه وار دې شو، که خورې د عشق غوباړي

حمزه خوند لا د وصال اخيستی نه وي

رقيب راشي د بېلتون په لاس څوباړي