نظم

د انسان پوهه

Gul Pacha Ulfat

نور څه نه وينم د ځان په تماشا يم

کله وريځ کله ږلۍ کله برېښنا يم

هغه خط يم چې مې څوک نه شي لوستلی

نه پوهېږم څه املا کومه انشا يم

لکه طفل کله خاندم کله ژاړم

د غمو او خوشحالۍ گډه مينا يم

هره ورځ مې زړه هوس د نوی رنگ کړی

لاله نه يم چې يو رنگ په هر سبا يم

څو نومونه مې زده کړی له استاده

ملاشوی تش په زده کړه د اسما يم

مخ يې پټ دی تش پلو يې معلومېږي

خدای خبردی چې مين په څه اشايم

ځان ماڼو د سمندر او قلزم بولم

چې ښه گورمه حباب ددې د ريايم

څه کېږی که د اوبو په سرروان شوم

نيز وړی غوندې اور لره پيدا يم

د ماهی په شان درياب کښې ترور گرځم

خپل صياد نه پېژنم چې ښکار د چا يم

چېرته ځم له کومه راغلم څه کومه

سرگردان لکه وږمه ددې صحرا يم

هر ځای لاړم خو له هېڅ نه خبر نه يم

نور څه نه يم د ړانده د لاس امسا يم