نظم
د اسمان لور
Gul Pacha Ulfatچې د هر سړی د تورې شپې رڼا ده
چې ښايسته ورباندې غر دښت وصحرا ده
د اسمان گلالۍ لورښکلی سپوږمۍ ده
لوڅ مخ گرځي ته به وايې يورپۍ ده
يوه شپه په شنه اسمان کې شوله ورکه
نه اسمان کې چا ليدله نه په ځمکه
ډېر عالم يې منتظر وو دليدلو
هر سړی غواړي له زړه ديدار د ښکلو
بله شپه چې لمر لوېدلی و ماښام ؤ
نندارې ته يې وتلی خاص و عام ؤ
هر چا دوه سترگې نيولې وې اسمان ته
هغې ښکلې محبوبې ماه تابان ته
چې ناڅاپه سپوږمۍ لږ غوندې ښکاره شوه
په هرچا باندې اختر شو نغاره شوه
چې دې وليده ډېر زيات دارو مدار خپل
هم تمام عالم مين او خريدار خپل
نو راضي شوه د خپل مخ په لوڅولو
پيل يې وکړ په پلو لرې کولو
يوه شپه به بلې شپې نه لوڅېدله
د حيا پرده يې مخ نه جگېدله
څوارلسمه شپه بهر شوه له نقابه
بېخي ووته د ستر له حجابه
رڼا يې دمخ يې هر طرف خوره شوه
پخپل حسن او ښايست ډېره غره شوه
نه يې سترگو کې څه شرم نه حيا وه
زښته ډېره بې پروا او خود نماوه
خولږ وروسته يې سپين مخ توره تبۍ شوه
چې ددې له مخه توره دا نړۍ شوه
د خسوف اسماني تندرپرې نازل شو
نه پوهېږم څه پرې وشوه حال يې بل شو
ورته پاتې نه ښايست شو نه څه قدر
لکه مخ د گناه گار تورشو دا بدر
پښتنو جونو ليدلی دغه حال دی
چې پلو لاندې ساتلی يې جمال دی