نظم

د هستۍ مستي

Abdul Bari Jahani

پرېږدئ پرېږدئ زما لاسونه زه اورونه په لړمه

زه په سوي مذهب پوه يم زه دوږخ ځانته كرمه

زه د خضر چينه سوځم نړوم د كوثر غاړي

زه له مړه ژوندونه موړ يم ما ژوندى لحد ور غواړي

زه د مست ګرداب په غېږ كي لا موجونه ويښومه

زه په ستوني د ښامار كي مرګ له خوبه پاڅومه

زه په زړه د جهنم كي انګارونه لټومه

اهريمن را پارومه لا يې ځانته قهرومه

پرېږدئ روڼي دا تيارې كو پرېږدئ پى كو دا مزلونه

ټول په ګډه سره لمبه سو او روښان كو رباتونه

راځئ لنډي كړو دا لاري ور هوار كو كږلېچونه

د ژوندون دپاره ومرو څو ژوندي كړو لحدونه

په دې هېرو خرابو كي د هستۍ مستي آغاز كړو

دا د مرګ شېلې رڼا كو پكښي كوك د ژوندون ساز كو

زه شاعر يم د دې مېني زه سكوت ور ماتومه

زه هاتف د ژوندۍ چيغي زه دا مړي ويښومه