نظم

د آزادۍ وږمه

Gul Pacha Ulfat

پسرلی و تازگی وه غوړېدلی ؤ گلونه

د گلانو موج کې پټ وو د وطن غرونه رغونه

صحرا ډکه وه له گلو هر طرف ته لاله زار ؤ

ټول وطن گل وگلزار ؤهره خوا ؤ گلشنونه

لمر لا نه و راختلی شين سحر تازه هوا وه

جونه سيل ته وې وتلی په اور بل ايښی گلونه

د بهار په ننداره وم نه غمونه نه سودا وه

په آزاده هوا باندې تازه کېږي مړاوې زړونه

د هېچا په قيد کې نه وم څومره ښه ښکلی صحرا وه

پخپل سر هر طرف تلمه نه وحکم نه امرونه

بېخودی کې تلمه تلمه ناخبره لاړم باغ ته

ښه گلزار ښايسته گلشن ؤ خو هر لور ته دېوالونه

نظر بندؤ مخه بنده لرې لرې کتل نه و

فراخي د زړونو نه وې چې ايسار شي نظرونه

د بېديا خلق په باغ کې خوشحالي نشي موندلی

خوښوی د صحرا خلق داوچتو غرو سرونه

يو زه نه وم غوټۍ هم وه په هغه ځایکې دلگيره

بلبلان ؤکه توتيان وو کول ټولو فريادونه

چې ناڅاپه له صحرا نه د بهار وږمه پيدا شوه

ونو بوټو ورته ټيټ کړه په تعظيم باندې سرونه

زړه تنگی له باغه لاړه غوټی ټولې په خندا شوې

د ازادو صحبتونه لري څه ښه تاثيرونه

چې له باغه وتی نشي په قفس کې وي که نه وي

گلستان ورته زندان دی شته زندان کې هم گلونه