نظم
د بهار هر کلی
Gul Pacha Ulfatهر کله راشې تازه بهاره
تا دی راوړی گلان بې شماره
نری شمال دې دم د عيسی دی
سحر چې راشې له جگ کهساره
آب حيات ؤ، ستا بارانونه
تروتازه شول ټول چمنونه
هېواد زمونږ دی شين گلستان کړ
هر طرف ښکاري د گلو غرونه
د بلبل ځاله پاڼه د گل شوه
شاعری برخه نن د بلبل شوه
غنچه د گلو په حقيقت کې
مطلع د شعر روح د غزل شوه
تل دې بهاروي زمونږ وطن کې
لکه چې روح وي ښايسته بدن کې
څانگې د گلو دې تل تازه وي
خزان دې نه وي زمونږ چمن کې