نظم

د بهار ښايست

Gul Pacha Ulfat

هغه ښکلو چې پخپل خسن سينگار

زړه له هرچا ځنې وړلو په تلوار

ورته گوره چې نن ټولو زړه بايللی

په ښايست او لطافت د نو بهار

دا ښايسته گلالی غرونه بې نظير

په هر گوټ کې يې ليده شي يو کشمير

هېڅ بلبل له دې چمن نه وتی نه شي

تړل شوی دی د حسن په ځنځير

څومره ښکلی کېږي چمنونه

په ليدويې تازه کېږي مړاوې زړونه

ښکلی ټول نن د بهار سيل ته وتلی

پسرلی کې ليدل کېږي ښه مخونه