نظم
د بَهار ننداره
Gul Pacha Ulfatد اتڼ د پاره زاڼو قطار جوړ که په هوا کې
ښځې نريو ځای گډېږي د ويساک په تماشا کې
څومره ښکلی معلوميږي
د وطن غرونه رغو نه
سپينې تورې وريځې وينم
دلته هلته غرونه غرونه
دا څه کيف او څه مستي ده
په مستۍ راغله رودونه
راپيدا نوی مرغان شوه
اورم نوی سرودونه
په اسمان کې ډزې کېږي
لويه ورالويه ښادي ده
غړوسکه غړوسکه وريځې وينم د اسمان غېږکې گډېږۍ
که په سپينو مخو باندې وربلونه تور ښکارېږي
څه ښادي ده پدی باغ کې راته ووايه مالياره
ونو بوټو شنه شالونه په سرکړی څه دپاره
اسمان بل شو ځمکه بله هوا بله معلومېږي
جلوه بله نغمه بله مينا بله معلومېږي
بوډۍ ټال دی اچولی
بيا د لوبو تياري ده
سرې او شنې ليکې ښکارېږي
دا تابلو د پسرلی ده
که هر چا ته ښکاره کړی
فلک خپله دوړنگي ده
د بهار بادونو راوړل
سحر باغ ته پيغامونه
ونو واچول په غاړه
د گلانو امېلونه
له مستۍ په نڅا راغلې
وړې څانگی لوی ښاخونه
د سحر ماښام گډا کې
شکوی يو د بل هارونه
کال شو نوی موسم بل شو
په گلونو بهار راغی
د سرو گلو هار په غاړه
د بلبلو قطار راغی
داغ د مينې په زړه باندې
ښايسته لاله زار راغی
د بهار وږمو سره بيا
مستي راغله سينگار راغی
د گل پاڼو کې سور اور دی
چې بلبل کړي فريادونه
که د گل بوټی ته وايی
د خپل سوی زړه حالونه
همدغه سوی نغمې دي
د بهار ارمغانونه
چې هېڅ کله نه زړېږي د بلبلو ترانه ده
چې هر چاته ښه ښکارېږي د ښايسته گلو غنچه ده
څوک غزلې ورته وايي
څوک د عشق حکايتونه