نظم
د باغ عمر
Gul Pacha Ulfatيوه ورځ په يوه باغ کې گرځېدمه
د وږمې په شان له گلو تاوېدمه
وخت د بوټو اېښودلو دباغوان ؤ
ښه موسم د جدوجهد د انسان ؤ
دغه باغ ؤ ډېر پخوا دلته جوړ شوی
خو هماغسې ؤ ځوان نه وزوړ شوی
بعضې بوټی به که وچ او يا فنا شوه
کال په کال به په کې نور نيالگی پيدا شوه
چمنونه او خيابان به يې بدل شو
هره ورځ به پکې جوړ نوی محفل شو
يوه ونه به له بېخه ووتله
بله ونه به يې ځای کې درېدله
مگر نوم دباغ هر وخت په يوه حال ؤ
دا تغيير د وڼو بوټو په هر کال ؤ