غزل

دا چې زه لږ غوندې کم تاته په ناز يم

Hamza Shinwari

دا چې زه لږ غوندې کم تاته په ناز يم

اوس ايله خبردار شوی ستا له راز يم

چې نغمې مې ستا په خوښه نه راوځي

دا وراني وايه د چا ده زه خو ساز يم

گوندې خدای مې د مير ښکار په لاس کې ورکړي

باښه گرو بد مزاج کړم گنې باز يم

که څوک غوږ لري هر ځای مې اورېدی شي

د مادې له قيده خلاص هغه اواز يم

په نياز مې غلط مه شه که هوښيار يې

تابه تاوته څرگند کړم هغه ناز يم

ستا رازونه مې ډېر حل کړل خو لا يو شته

زه په خپله د خپل ځان د پاره راز يم

ما حمزه دی ستا محفل په دې موندلی

چې خندا لکه د شمعې په گداز يم