نظم
د غيرت سندره
Gul Pacha Ulfatمونږ پښتانه يو د غيرت په ځای کښې سر ورکوو
هم مال و زر ورکوو
د ظالمانو جواب هر وخت په خنجر ورکوو
ورته خبر ورکوو
مخ گرځول د جنگ ميدان نه مونږ ته دين نه وايي
ملی آيين نه وايي
مونږ خپلو توروته د سرو وينو جوهر ورکوو
اب د خطر ورکوو
وطن ساتنه حق پالنه وظيفه ده زمونږ
دا فريضه ده زمونږ
د خپلواکۍ درس خپل اولاد ته مکر ورکوو
دغه هنر ورکوو
سر ورکول دخپل ولس د سردارۍ دپاره
د آزادۍ د پاره
د پښتون کار دی ځکه لاس کښې توره سپر ورکوو
زړه زړور ورکوو
تجاوز نه کوو په نورو باداري نه کوو
ستمگاري نه کوو
د ښه سلوک امتحان هر چانه بهتر ورکوو
په وطن سر ورکوو
د آزادۍ دښمن چې هر څوک وي ناښاد دي وي
خوار و برباد دې وي
مونږ د پنجرې اسير مرغه ته بال و پر ورکوو
آزاد وزر ورکوو