نظم
د غريب گيلې
Gul Pacha Ulfatخوځېږي زمکه بيا بيا هر چېرته زلزلې دي
نارامه ټول جهان دی شورونه غلغلې دي
د زمکې له زړه اوزي قيد شوی بړاسونه
چې پاتې دي لا زړو کښې دخوار غريب گيلې دي
سيندونه کارېزونه، چينې ويالې وچېږي
چې هېڅ وخت نه وچېږي يا اوښکې يا خولې دي
هر څه د قدرت لاس کښې په هر وخت لوبېږي
چې وخت په وخت بدلېږي د زور لاس کښې الې دي
شراب د زاړه خم دی پکښې هغه نشه ده
محفل او ساقي بل شو بدلې يې پيالې دي
شعار يې نوی کړی چې تېر شعار يې هېر کړو
آهنگ نوی سازنوی هم نوې قلقلې دي
زوړ نوم يې گرزولی لباس يې بدل کړی
زاړه ارباب سره اوس په بل نوم قوالي دی
اوس زور دی هوشيار شوی دخلکو وکيل شوی
د خلکو په نامه يې په خلکو څه حملې دي
چې خلک احمقان کړي، ړانده کړي شعورونه
غلط پړوپاگند دی غلطې مقالې دي
هماغه کبابونه هغه پلو چلو دی
هماغه اشتها ده هماغه نوالې دي
له شرمه کتی نشو بربنډه ناروا ده
په غلا غلا ورته وگوري د چا سترگې چې غلې دي
لا ژوند طبقاتي دی په هره جامعه کښې
له تا سره مزدور چې څه کښېږي غالي دي
قدرت اخلي ملت نه ملي حکومتونه
ملي قدرته ځکه په تايې غلبلې دي
چې نه کمېږي هېڅ وخت اولا پسې زياتېږي
يا زور د زورور يا زمونږه حوصلې دي
په نور څه نه پوهېږو په دې ډېر ښه پوهېږو
چې هر څه راته وايي زمونږ بلې بلې دي
خاکم بدهن وايو که کوم وخت کښې ووايو
زمونږ په خوله کښې خاورې کندوانو کښې غلې دي
څاروی دی بې زبانه بې خولې ورته مه وايه
چې خپل حق خوړي نشي هغه خلک بې خولې دي