غزل
د گلشن له زلميتوبه بهار ووت
Hamza Shinwariد گلشن له زلميتوبه بهار ووت
مېن زړه لکه بلبل ترې نهار ووت
په توبه کې جوړ مستي وه د شرابو
چې له سترگو مې اثر د خمار ووت
خنده روی چې له فطرته لکه گل و
د خوشبوی غوندې يې روح په قرار ووت
قافله مې دخاطر په ورکېدوده
چې لا لاسه مې د صبر مهار ووت
شمع رويه ستا ژړا مې ارمان ووېست
نن ارمان دې چې زما په مزار ووت
زه ايله وم خپل گرېوان (و) ته خبر شوی
که کاته مې دگلشن نه بهار ووت
چې راتلې درنه راوړاندې شو نمر مخيه
خو چې راغلې له دنيا مې سحار ووت
نفس که څو شولو بدل، خوی يې لاړ نه شو
رنگ يې نه ځي که پوستکی د مار ووت
لېوني خو بس هم دې ته حمزه وايي
راز د عشق دې چې د خولې نه په جار ووت