نظم

د حج الهام

Gul Pacha Ulfat

مختلف اومخالف بېل بېل قومونه

چې تړي د حج د پاره احرامونه

له قومي لباسه هر سړی بهر شي

دهر چا په تن يو لنگ او يو څادر شي

کلتوري اختلاف لاړ شي له نظره

شاهي تاج، شاهي خولۍ لوېږي له سره

نه چلتار دچا په سر نه عمامه وي

د افغان عرب او ترک يوه جامه وي

تورو سپين عرب عجم سره يو شان شي

دواحد ملت مفهوم ډېر ښه عيان شي

ځي طواف ته ټول په گډه دخدای کورته

بيا په گډه شي روان د صفا لور ته

گډه سعيه کوي هغه اوکه دا وي

په يوه لاره روان شاه وگدا وي

د هر چا ځای شي مقام د ابراهيم

دهر ځای مسلمانان پکښې سهيم

په يوه ژبه هر يو وايي لبيک

هر يو بل ته وايي اسلام عليک

واړه وايي لااله الا الله

واړه بولي محمد رسول الله

واړه يو په کلمه دی د توحيد

په وحدت کښې يې نه شک شته له ترديد

هدف يو دمسلمينود جهان دی

چې په کاڼو يې هر يو ولي شيطان دی

په رښتيا چې يو امت او يو ملت دی

محمد او ابراهيم ته يي بيعت دی

ټول ولاړ يوې قبلې يوه محبوب ته

که يې مخ وي شرق وغرب شمال جنوب ته

يو جهت دی څلور واړه جهتونه

په هر لوری يو شی ويني نظرونه

د شرقي او د غربي قبله يوه ده

پتنگان له هرې خوا ډيوه يوه ده

نه شقاق شته نه نفاق نه اختلاف

معصوم دی د نر او ښځې ائتلاف

لارفث لافسوق لاجدال

د حاجي او حاجيې دی وصف الحال

هېڅوک نه دي بې احرامه ټول محرم

مخ دی لوڅ ځکه چې نشته نا محرم

ډېر لوی درس دی د اسلام حج او عمره

که شعور فکر و نظر وي چا سره

سم شعور پيدا کړه مشعر الحرام ته

د زړه سترگې غړوه باب السلام ته

زمزم راز د يومشرب دی د اسلام

دخليل او محمد خيرالانام

په حجر الاسود ږده د سترگو تور

په سواد د معرفت دخدای د کور

خاوندان د جواهر و اوالماس

کړي دې کاڼی ته سرټيټ په التماس

خاتمه د حج ايثار او قرباني ده

مال ښندل نفس خوارول مسلماني ده

صفا رمزد شعايرو دی هر گوره

په ظاهر نظر مروه منی مه گوره

هلته هر ژوی له زيانه په امان دی

کان امنا ددې مقام احسان دی

حرکت سعيه د حج صحيح د ستوردی

معرفت د عرفات اصلي منظور دی

لاضرر لاضرار فی الاسلام

د اسلام تعليم دی دانه تش سلام

حاجي مه وړه جای نماز تسبې سوغات

دی د وړلو الهامو نه حسنات

پس له حجه دې که ښه شوه کړه اووړه

په رښتيا دې بيت الله نه څه ويوړه