نظم

د حسن جلوه

Gul Pacha Ulfat

په غرور د حسن نمروخوت آسمان ته

ژر راپرېووت چې يې ستاښه بشر وليد

د نرگس سترگې خو ستا په لور کږې ادي

په گلشن کښې مې چې نن مازديگر وليد

نه تنها بلبل له عشقه ناقرار دی

سرگردان مې نسيم هم نن سحر وليد

دعشق دام دی هر طرف ته غوړېدلی

خو پکښې مې بند صاحب د نظر وليد

په طلسم رانه حسن زرگی ويووړ

نازمکيز کښې مې د سحر اثر وليد

راڅرگند د عشق قوت او زور شه هله

چې محمود غوندې سلطان مې نوکر وليد

دواړه وروځی يې ليندی باڼه يې غشی

مسلح مې نن د حسن افسر وليد

لارښودونکی که دعشق درته په کاروي

ما الفت ددې لارې رهبر وليد