غزل
دا حوصله چې وار خطا ده زما
Hamza Shinwariدا حوصله چې وار خطا ده زما
خپله وفا بده بلا ده زما
تا چې وعده نن د وصال وکړه
هغه د هجر شپه سبا ده زما
نوره همه خوښه د تا کومه
ستا د صفت خوښه زما ده زما
زه به هغه کړم چې رټې مې پرې ته
ستا په رضا باندې رضا ده زما
سردې چې ټيټ کړو زړور مې شو لاس
څه گستاخي ده خو روا ده زما
کله موسکی، کله حيران شي راته
جوړ د خندا غوندې ژړا ده زما
ته په حمزه تل مهربانه اوسې
ای مهربانه دا دعا ده زما