نظم
د يووالی ترانه
Gul Pacha Ulfatدا وطن دی په مونږ گران
دا وطن دی د افغان
ټول منو دخدای فرمان
دامو عهد او پيمان
ساتو خپل شرف او شان
دوطن نام و نښان
د يوه وطن اولاد يو
تير له سره په هېواد يو
د افغان په نامه ياديو
بختور يوچې آزاد يو
په يوه نامه يادېږو
په يوه بيرغ ټولېږو
يو له بله نه بېلېږو
په يوه وطن ځارېږو
آزادي زمونږ ليلا ده
آزادی په مونږ شيدا ده
راسره لويه سودا ده
په لوی خدای زمونږ ويسا ده