نظم

د کال ځوانی

Gul Pacha Ulfat

دا زوړ جهان چې بېرته ځوان شوی

اغيزه ټوله د پسرلی ده

ځمکې پخپل مخ ايښی گلونه

ونو په غاړه کړه امېلونه

د کال ځوانی ده وطن سمسور دی

خوشحاله گرځي ځلمي اوجونه

سحر سبا دی غوټۍ غوړېږي

د گل په پاڼو شبنم ځلېږي

عجب احوال دی نن په گلشن کې

گلونه خاندي بلبل کړېږي

ځمکه تمامه شنه بخملی ده

نوی بهار دی د کال ځوانی ده