نظم
د ښځي ياغي چيغه
Abdul Bari Jahaniزه يوه ښځه يم ياغي آواز مي اورې كنه
نور مي پر شمېر او پر قدرت منكرېدلاى نه سې
زه پوهېدلې يم چي ستا په شاني زور لرمه
نور مي آواز نور مي فرياد خاموشولاى نه سې
ما د دردونو په مكتب كي درس د عقل واخيست
هسي وړيا مي خپلي ويني ازمېيلي نه دي
اوس دونه واك لرم چي څه غواړم كولاى يې سم
هسي بې ګټي تاوانونه مي ګاللي نه دي
زه يوه ښځه يم قوي د ماتېدلو نه يم
ما كږولاى سې خو ملا مي ماتولاى نه سې
زه لكه اوسپنه سوټك مي وار په وار سختوي
په زور او جبر مي له لاري اړولاى نه سې
زما اراده په انكارونو كي لا هم پخه ده
ماشومه نه يم په جار جار مي غولولاى نه سې
تا مي په سر كي عقيده او اراده پخه كړه
زه يوه ښځه يمه ستا په شاني زور لرمه
او چي پر مځكه مي د ميني وزر وغوړوم
چي چيري مينه ده په هغه زړه كي كور لرمه
مګر لا پاته دي پېچومي واټنونه راته
مګر لا ګوري سختي تړي رباتونه راته
تر څو چي پوه كمه خپل ورور ما هېرولاى نه سې
زه يوه ښځه يم پر ما منكرېدلاى نه سې