نظم

د ښځو شکوه

Gul Pacha Ulfat

بادونه د خزان غوټۍ خندا ته نه پرېږدي

ظالم صياد بلبله د گل خوا ته نه پرېږدي

اختيار يې د ځان نشته دی د جبر په مذهب يم

دادا مې خپلې خوښې او رضا ته نه پرېږدي

هېڅ نه شمه ويلی چې په کوم کور کښې به سوځم

زما دزړه لاليه څوک مې تاته نه پرېږدي

په چا وکړم عرضونه چاته وکړمه ژړا زه

د ابد رسم و رواج مې حق وينا ته نه پرېږدي

وهل که ټکول وي چاته هېڅ نه شم ويلی

ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

د جهل په تياره کښې به اوسېږمه ترکومه

ما څوک دعلم و فن پوهې رڼا ته نه پرېږدي

له مانه تربيت د پوه اولاد غوښتل خطا دی

تعليم ته مې چې څوک د مکتب خواته نه پرېږدي