نظم
د ښکلو خيال
Gul Pacha Ulfatپتنگ په شمع بلبل مينه په سروگلو کوي
عاشقان فخر په ديدار دنازولو کوي
تا په ملالو اشري سترگو زړه وړی زما
دلبران واړه د زړه ښکار په تش کتلو کوي
د هر چا خوښه چې په مال که په کمال پسې ځي
زه يې عبث بولم چې مينه بې د ښکلو کوي
هغه پاک زړه چې دخوبانو خاص حرم باله شي
څوک به يې ولې ځای د هر خيال د ساتلو کوي
د ښکلو خيال که له شاعر سره ملگری نه وي
ډېرغوليدلی که هوس د شعر ويلو کوي
ستا د خيال رڼا کښې ماته حقيقت شو څرگند
فيلسوف خوشې اعتماد په دلايلو کوي
څوک چې له حق او حقيقت سره کړی مينه پيدا
د زړه په حکم فرق د حق او د باطلو کوي