نظم

دا کونړ دئ

Abdul Bari Jahani

دا نړېدلی وطن، دا سوځېدلي خوني

دا له مړونو خالي، دا حجرې خوږمني

دا په ګوليو زخمي، دا په بمونو الوۍ

دا شنې جلګې پرونۍ نن په اورونو ستۍ

دغه بې کوره ژوندي، دغه بې ګوره مړي

دا ليلام سوي هستۍ هر څه لوټمارو وړي

دا تالا سوي کوڅې دا چپاو سوي دېرې

دا د غضب اورونه، دا لوټېدلي ميرې

دا د کونړ کلي دي، د پښتنو ښارونه

دا د مهمندو کلا، دا د ساپيو خونه

درسپېلنی دي سمه زما بې څښتنه خلکو

زما دړي وړي مېني، زما بې وطنه خلکو

ستا له يتيم صدقه، ستا له شهيده قربان

لکه چي نه ختمېږي ستا د غمونو داستان

يو د "کرالې" قصاب بل د "نرنګ" داړه مار

درته لمبه سوه مځکه درته اسمان سو په قار

زما ملنګو خلکو دا د کوم جرم سزا

زما معصوم ولسه! ووايه څه دي ګناه؟

لکه چي نه سړېږي درباندي زړه د آسمان

چي درشکارلی يې دئ د مردکيو باران

کوم غم دي وژاړمه، کوم ټپ دي وګنډمه

د کوم شهيد جنازه درسره ونيسمه

لا به تر څو در اوري دا د اورونو ځولۍ

لا به تر کله درځي، د جلادانو ټولۍ

لا به تر څو لوټوي ستا د لالونو نړۍ

دا د نامردو ډلي دا د رهزنو غدۍ

کونړه! تېري به سي د کړاوونو ورځي

د جنازو خبري دا د غمونو ورځي

بيا به دي وخوځېږي په سيند کي مست موجونه

بيا به دي وغوړېږي د شنو درو سېلونه

بيا به حجرو ته درځي، چنګ او نري برېتونه

بيا به له ليري راځي د ټنګ ټکور ږغونه

درکي به ډېري وسي کيسې د عشق او ميني

خو پاکېدلای نه سي ستا د لمني ويني

خو چي پر تا راغلي د هېرېدلو نه دي

کونړه ستا قاتلان زموږ د بخښلو نه دي