غزل
د مېړنو غوندې خبرې کوم
Hamza Shinwariد مېړنو غوندې خبرې کوم
د پښتنو غوندې خبرې کوم
ستا د لېمو غوندې خبرې کوم
د لېونو غوندې خبرې کوم
د مينې باده اسماني دې کړمه
د بړبوکو غوندې خبرې کوم
نه وي الفاظ پکې مفهوم وي فقط
د اسوېلو غوندې خبرې کوزم
باده د مينې مې نوشلې ډېره
چې د سلگو غوندې خبرې کوم
ته مې کوربه شولې چې راغلې اشنا
د مېلمنو غوندې خبرې کوم
ستا د صحبت به برکت وي گله
چې د اغزو غوندې خبرې کوم
ساده پښتون يمه خفه چې نه شي
د آيينو غوندې خبرې کوم
حمزه غزل به مې کوم رنگ نه لري
دپسرلو غوندې خبرې کوم