نظم

د محيط تاثير

Gul Pacha Ulfat

سوزوي مو اوبه هم چې په جوش راشي

اوبه اور شي که محيط يې وي سور اور

په اوار بستر کښې سيند درومي ارامه

خو په چړ کښې يې بيا گوره شروشور

په هر څه کښې د محيط تاثير ته گوره

وي بې زهرو چې اوبو کښې وي منگور

لوگی اورنه دي پيدا خو څوک نه سوزي

د محيط اغيزه کله لري مور

له يوه پښته رڼا او لوگی دواړه

د يوه مخ منور او د بل تور

د مظلوم د زړه د تاو ساړه آهونه

سوزوي د ظالمانو کلی کور

د ظالم عاقبتت خوار دي له هر چا نه

ما ډېر خوار و زار ليدلی ظلم زور

ډېر سپاره مستو اسونو غورځولی

يزيد هم د اقتدار په آس وسپور