نظم

د محمد (ص) عرفان

Gul Pacha Ulfat

جهان بدل شو چې جهان کښې محمد(ص) شو عيان

زمکه اسمان ته هسکه شوه زمکې ته ټيټ شو آسمان

په ده قايم شو ارتباط د اسمان زمکې سره

جبرئيل ده ته شو راښکته په نزول د قرآن

مور امنه پلار عبداله و هغه وخت کښې دده

چې عبدالشمس عبدالعزی عبدالکعبه و انسان

د ده رڼا نه لمر سره او نه سپوږمۍ سره وه

شوه مسلمان ځکه د ستورو او د لمر بندگان

قريشو مات کړ دده غاښ د ده غاښ ده قريشو غرور

چې يې قريش و بندگان مات يې کړه هغه بتان

راغی دنيا ته عام الفيل کښې دا پيغام يې راووړ

چې ابابيل تباه کوي اصحاب الفيل او پيلان

ده ظالمان کړه خوار ذليل او مظلومان يې کړه لوړ

ابوسفيان غوښته يو بل نه مدينه کښې امان

هغه فقير و ، چې يې ډېروته ډېر څه و بخښل

چاته رې چا ته سره زر او چا ته سل اوښان

خير يې عالم ته ورسېد او تر قيامته رسي

چې يې تياره زړونه رڼا کړه په رڼا د ايمان

الفته! ده راووړ جهان لره کامل سړيتوب

سړی سړی شوه په رښتيا د محمد په عرفان

بولهب تره د محمد (ص) وه محمد (ص) ته پردی

د فارس مسلمان يې وباله د اهل بيتو په شان

له حبشې بلال نه يې ځار کړه د اسلام د پاره

نا مسلمانه قريشی او هاشمي سرداران

ده ويل مه کوی نور فخر پخپل اصل و نسب

يو شان يو راز دی په هر څه کښې د آدم فرزندان

بې له تقوی هېڅوک په هېچا برتري نلري

دي برابر عرب عجم سپين وي که تور مومنان