نظم
د عمل درس
Gul Pacha Ulfatد عمل لار کښې چې ايښی چايو گام دی
په جهان کښې يې په نورو اوچت بام دی
چې خبرې ور رسېږي نور څه نه کا
له عمله نا اشنا ابن الکلام دی
چې په خوله هر هر څه وايي او څه نه کړي
طبيبان يې که سم بولی هم سرسام دی
اراده او د کارعزم چې لري څوک
د هغه هر وخت کښې شوی احترام دی
د عمل د خاوندانو په حضور کښې
د وينا خاوند ولاړ لاس په سلام دی
نه په تشه وينا کار د چا سم شوی
نه موړ شوی کله تږی په تش جام دی